نصرت مينه کې بې وزلو مهاجرينو ته د اختر مبارکی روپي ورکړل شوی
د رفاه خيريه بنسټ لخوا د روژې مبارکې میاشت کی د بیوزلو مهاجرینو سره مرسته وشوه او د اختر مبارکی روپۍ ورکړل شوی، ياده مرسته نصرت مينه کې د ۱۷ جوماتونو امامان، د حزب اسلامي روغتون کې درې تنه معيوبين، ۲ تنه د اسيرانو کورنۍ او ۶۱ بې وزله کورنيو ته ۲ لکه روپي وويشل شول.
ياده مرسته لاندی وروڼو کړې وه:
٭ 70000 روپۍ د محترم انجنير امین کریم لخوا د فرانسې څخه.
٭ 30000 روپۍ دمحترم حلیم لخوا د جرمني څخه.
٭ 100000 روپی د مختلفو اهل خیر ورونو لخوا.
چې ياده مرسته د نصرت مینی مسئولینو او بې وزله مهاجرينو او معيبوبينو د خوښی او خوشحالی سبب وگرځيده.
الله پاک دی خپل دربار کی قبول کړی.
په درنښت
مسافر
