ننگرهار: 60 شهيدانو او يتيمو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي روپو مرسته وشوه
* 2500 یورو کمک د محترم ورور انجینر(ع.ص.ا) لخوا د جرمني څخه د شهيدانو او يتيمو کورنيو سره مرسته وشوه، سره لدی چی د جلال آباد ښار په کلکو امنیتي تدابیرو قرنطین شوی دی، دتگ راتگ ستونزې ډيرې دي، البته دا هر څه د خلکو د حفاظت لپاره دي، مونږ یی ستاينه کوو.
* د رفاه اجتماعي خیریه بنسټ همکاران د ټولو مشکلاتو سره خپله ایمانی دنده د لوی خدای په مرسته تر سره کړه، چهارشنبی 22/آپریل ننگرهار ته لاړل.
* هر مستحق کورنی ته یی تقریبا د 3500 افغاني په قيمت خوراکی مواد او نغدی روپی توزیع کړی.
* دا 60 کورنی داسی مستحق کورنۍ وی چی د هرې کورنۍ سرپرست یا د کور یو یا دوه غړی د امریکایانو د تجاوز په نتیجه کي په شهادت رسیدلی وو.
الله پاک دی د وروڼو او خویندو دا اخلاصمندانه مرستې قبولې کړي.
یوه روپیه مرسته هم پدی روژې مبارکه میاشت کې د لوی خدای په دربارکی ډیر زیات ارزښت لري.
مونږ هم ورته د قدرپه سترگو گورو.
په احترام
