نصرت مينه او مولوی خالص فاميليو کې ۱۰۰ اړمنو او شهيدانو کورنيو سره خوراکي او نغدي مرسته وشوه
د پنجشنبه په ورځ د ۱۳۹۹ کال د ثور د مياشتې 11 ، د 2020 م کال د اپریل 30 چې د مبارکې روژې له ۷ سره سمون خوري د رفاه خیریه ټولنې له لوري د ډاکتر صاحب س.ع مرسته چې د محترم صافی پواسطه رالیږل شوې وه د حزب اسلامي تنظيم په خاص اهتمام دیو منظم پروګرام په ترځ کې د نصرت مېنې د شهیدانو ، بندیانو او بې وزله مسکینانو کورنیو ته توزیع شوې، د پروګرام ترتیب د البنات المؤمنات په ښخينه ښوونځي کې نیول شوی وو چې د سهار په 9 بجو د مخلصو ورونو له لوري د خوراکي موادو په ترتیب او تنظیمولو پیل شو، د خوراکي موادو تر ترتیب او تنظیم وروسته له مخکې لست شويو مستحقو کسانو ته د کارتونو ویش پیل شو، پدې پروگرام کې چې د حزب اسلامي د دفاترو رئیس ښاغلي شفقیار صاحب، د امنيتي خدماتو رئیس ښاغلي حاجي صاحب قاسم هوتکي هم حضور درلود د استاد رومان شیزاد په ویندويي ښاغلي شفقیار صاحب ته د خبرو بلنه ورکړل شوه، ښاغلي شفقیار صیب د نصرت مېنې د اړو کسانو مرستې ته ته د حزب اسلامی د امارت مقام د توجه او د محترم صافی او نورو ورونو د مرستو د جلب له هڅو او په خاصه توگه د ښاغلي داکتر صاحب س.ع له ننیو مرستو مننه وکړه، وروسته په خاص نظم او ترتیب اړو کسانو ته د خوراکي موادو د مرستېو ویش د امنیتي مسؤلینو په همکاري په ډير ښه منظمه توگه پیل شول، د پروګرام منتظمینو د خوراکي موادو په انتقال کې له کونډو او سپین ږیرو سره پوره ، پوره همکاري وکړه، او له کومې بې نظمۍ پرته د غرمې په 12 بجو پای ته ورسید، وروسته د حاجي صاحب قاسم هوتکي او ټاکلي ټیم په ملتیا د حزب اسلامي اړوند 3 تنو معیوبینو د خوراکي موادو او نغدي مرستو د ویش لپاره د نصرت مېنې مرکزي روغتون ته د تگ اراده وکړه د مکتب نه بهر کوڅه کې ډیر دردوونکې ماحول وو په سلگونو نورې کونډې، یتيمان او مسکینان د مرستو په تمه راټول شوي وو خو متاسفانه زمونږ تش لاس يې هیڅ مرسته نشوه کولئ ، هئیت ته د خلکو له گڼه گوڼې د وتلو امکان نه وو ،بلاخره تر ډیرو دلایلو او مکرر خواست وروسته د وتلو لار راکړل شوه، مرکزي روغتون ته په رسیدو یقيني چې د معیوبینو حالت په لیدو هر با احساسه انسان په زړه کې د درد او څړیکې احساس کوي، د روس پرخلاف د مقدس جهاد دغه ژوندی نښې په ډیر بد حالت کې ژوند کوي چې د الله تعالی له هیلې او امید پرته بله اسره نلري ، معیوبیت له یوې خوا او له مسلسلو ناروغیو سره لاس او ګریوان کیدل او د عایداتي منبع نشتون له بلې خوا هغه څه دي چې دوی يې مرګ ته په ژوند ترجیح ورکولو ته راضي کړي، د معیوبینو تر درد او فریاد اوریدو وروسته د ورونو له لوري هغوی ته رالیږل شوي نغدي مرسته د حاجي صاحب محمد قاسم هوتکي په لاس وسپارل شوه چې دغې نغدې او خوراکي مرستو د هغوی په مړاوو څیرو کې د هیلو خوښي په څپو کړه او مرسته کوونکو ورونو ته يې د زړه له تله دعاوې وکړې، د ماسپښین په یوه بجه له معیوبینو نه د دعاء او رخصت تر اخستلو او دنصرت مېنې په جامع جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د بندیانو کورنۍ د دفاترو ریاست ته د نغدي مرستو لپاره راغوښتل شوې وې، د بندیانو کورنیو تر حاضریدو وروسته د امنيتي خدماتو د رئیس ښاغلي حاجي صاحب قاسم هوتکي، د نصرت مېنې د امنيت آمر ښاغلي انجینیر صاحب محمدا جان او ټاکلي هئیت په وړاندې را لیږل شوې نغدي مرسته د ښاغلي شفیقار صاحب په لاس د بندیانو کورنیو ته وسپارل شوه پدې توگه د مرستو نننۍ سلسله د ماسپښین په 2:30 بجو د الله تعالی په توفیق او د ورونو په مخلصانه همکارۍ پای ته ورسیدله، ددې پروگرام ترتيب کوونکو کور ودان، دنيوي او اخروي سرلوړي په برخه ، او اجر مو په هغه خدای چې د محسنینو اجر نه ضایع کوي.
