رفاه

موسسه خيريه رفاه اجتماعي

SWCO

SWCO

Social Welfare Charity Organization

له الله ﷻ څخه شرمیږم چې هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل کوم

No-IMG

ب خ

 

*یوه ورځ عبدالله بن عمر رضی الله عنه پر لار روان وو چې ګوري یو غلام ناست دی ! او غلام ته نږدې یو سپی هم پروت دی . غلام د خورما سره ګوله خولې ته کړه ، بیرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځله . عمر رضی الله عنه ورته وویل : دا سپی ستا دی ، حبشي ځواب ورکړ چې نه زما نه دی .

*ده ورته وویل : نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه ګوله راوویستله او سپي ته دې ورکړه ؟

حبشي غلام ځواب ورکړ چې د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې زه یې خورم او سپی راته ګوري . عمر رض ... ورته وویل چې ته آزاد یې او که غلام ؟

*حبشي ورته وویل چې زه د بني غاضرة غلام یم . عمر رض ... هغوي ته ورغئ او پوښتنه یې وکړه چې دا غلام د چا دی ؟ د غلام مالک ورته وویل چې دا زما دی . عمر رض ... ورته وویل چې دا پر ما خرڅ کړه ! هغه ورته وویل چې بس ستا شو . عمر رض ... ځواب ورکړ چې نه په خدای مې دې قسم وي چې یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي . بیا ېې غلام په پیسو واخیست .

او ویې ویل چې تاسې شاهدان ګرځوم چې دی د الله ﷻ د رضا لپاره آزادوم .

*حضرت عمر رض ... غلام ته ورغئ او زیری یې ورکړ چې مبارک شه الله ﷻ آزادي در نصیب کړه او یوه باغچه ی ورته وښودله چې دا باغچه هم ستا په ملکیت شوه ! حبشي غلام ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې بس نو ددې باغچې ټوله میوه دې د مدینې فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم . عمر رض ... ډیر حیران شو او غلام ته یې وویل چې درته حیران یم ټول دې خیرات کړه ، سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې .

غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې له الله ﷻ څخه شرمیږم چې هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخل کوم

تبصره / نظر اولیکه

د همدې برخي څخه


شریک کړئ

موسسه خيريه رفاه اجتماعي

A PHP Error was encountered

Severity: Core Warning

Message: Module 'imagick' already loaded

Filename: Unknown

Line Number: 0

Backtrace: