رفاه

موسسه خيريه رفاه اجتماعي

SWCO

SWCO

Social Welfare Charity Organization

په ټول هېواد کي پر اړمنو کورنیو د مرستې وېشلو لړۍ

No-IMG

په ګران هیواد افغانستان کې د ژور فقر، لوږې او بې کارۍ لمنه تر بل هر وخت زیات،  ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده. پنځوس کلنو کلنو انقلابي شرایطو په پراخه پیمانه کونډې، یتیمان، مهاجر او بې بضاعته مستضعف وګړي تر شا پرېښودل، سر بېره پر دې کورنا وژونکي ویروس خپرېدل په زخم باندې زخم جوړ شو، داسې اړمنې کورنۍ چې د خپل لس کلن بچي ورځنۍ مزدورۍ ته سترګې په لار وې او له همدې لارې ئې د اړتیا وړ خواړه لاسته ته راوړل؛ نن ئې له هغې کمې کټې هم د امید سترګې را پټې دي دا چې څه خوري، څښي، اغوندي دا به الله ته معلوم وي.

الحمدالله رفاه اجتماعی خیریه موسسی، د شهیدانو کورنیو سره وخت نا وخت مرسته لاس نیوی کوي،  آن تر دې چې ماشومانو ته ئې د ښوونې او روزنې فرصتونه برابروي، یاد مرستې د ولایتي مسئولينو کې د  حزب اسلامی د با صلاحیت هیئت له لوري د یاد ولایت د مخورو شخصیتونو او متنفذینو په شتون کې پر اړمنو کورنیو و وېشل شول.

د رفاه خيريه ټولنې سږ کال د هېواد په ټولو ولايتونو کي او له هېواده بهر د هجرت په ديار کي د يتيمانو، شهيدانو، معيوبينو، کونډو، بې وزلو، مجاهدينو او مهاجرينو سره نغدي او خوراکي مرستی وکړی.

مرسته شوي کورنيو، د منطقې مشرانو او مخورو شخصیتونو د (رفاه اجتماعی خیریه مۇسسی) له همدردۍ او مرستې ستاینه  وکړه او د دې ډول خیرو نهادونو..... شتون ئې د فقر او لوږې پر وړاندې د مبارزې لپاره یو مثبت ګام وباله.

دا کار ستایي او د فقر په له مینځه وړولو کې ئې د یو مؤثر ګام په توګه یادوي او همدا شان له ټولو خیرو افرادو، کورنیو او بنسټونو څخه ئې غوښته همدا ده چې خپلې مرستې همداسې یوې معتبرې او ولس شموله مرجع ته وسپارې تر څو په بشپړ باور او اطمئنان سره تر مستحقینو او اړمنو کسانو ورسیږي.

تبصره / نظر اولیکه

د همدې برخي څخه


شریک کړئ

موسسه خيريه رفاه اجتماعي