د نصرت مينې 120 تنه نجونو او هلکانو سره د جدي د مياشتی فيس کمک وشو

الحمدلله تقریبا د 120 بیوزلو انجونو او هلکانو شاگردانو میاشتنی تعلیمی فیس د زړه سواندو خویندو او وروڼو کمک د خدماتو لخوا د نصرت مینی محترمی اداری ته رسول کیږي، تر څو مو یو کوچنی خدمت ترسره کړی وي.
د جدي میاشت فیس د محترم داکتر ع.س لخوا کمک شوی وو.
پاتی تعلیمی میاشتی:
دلو، حوت، حمل 1400 ثور او جوزا..
د هر شاگرد میاشتنی فیس
-3€-،4€- ،6€- تر 8 یورو پوری دی.
یعنی په 400 افغانی د یو بیوزله، یتیم، مهاجر شاگرد د یوې میاشت د تعلیم زمینه مساعد کیږي.
مونږ هغو شاگردانو چی د فیس توان یی نه درلوده دوباره مکتب کی شامل او د فیس ورکولو ژمنه مو کړی ده.
پدا شرایطو کې د هېواد بیوزلو بچیانو سره د تعلیم او زده کړه کی مرسته او زمینه مساعدول لوی خدمت دی. الله پاک دی قبولی کړي.
په احترام